Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»لوگر کې شپږو ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي
    افغانستان

    لوگر کې شپږو ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي

    صابر افغانصابر افغان9 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د لوگر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې شپږو ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي.

    د لوگر له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یادې ودانۍ هغو ښوونځیو ته جوړېږي چې تر دې مهاله یې ودانۍ نه لرلې.په خبرپاڼه کې د لوگر د مرستیال والي محمد انور دین‌پرور له قوله ویل شوي، چې د هېواد د پرمختگ یوازېنۍ لاره د هېواد په ټولو برخو کې د پوهې او ساینس پراختیا ده.: «افغانستان به هغه مهال پر ځان بسیا شي چې په هره څانگه کې د علم‌خاوندان وروزل شي او خلک د خپلو اولادونو د روزنې په برخه کې زیاتې هڅې وکړي.»

    نوموړي له قراردادي شرکت څخه وغوښتل، چې د یادو ښوونځیو په جوړولو کې پوره اخلاص وکړي.: « دا ښوونځي د پوهنې ریاست د پرله‌پسې غوښتنو او هلو ځلو په پایله کې د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ د ملگرو ملتونو د ماشومان ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ د HHOA موسسې په همکارۍ د شاوخوا ۷۲ مېلیونه افغانیو په لگښت د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې جوړېږي.»

    د لوگر د پوهنې رئیس عبدالرحمن حمیدي د یادو ښوونځیو د بنسټ ډبرې د ايښودو په مراسمو کې وویل، په جوړېدونکو ښوونځیو کې په مرکز پل‌علم کې د پښتون‌اباد، ده‌مغلان، بي‌بي عایشې، احمدجان او کمال‌خېلو او په محمدآغې ولسوالۍ کې د صالح محمد ښوونځي شامل دي.

    نوموړي وویل، یاد ښوونځي به په یوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي او هر یو به یې شپږ درسي ټولگي، یوه اداري خونه احاطوي دېوال، د لاس مینځلو ځایونه، د لمريزې برېښنا سیستم او مبرزونه ولري. : «ښوونځیو په جوړېدو سره به د شاوخوا ۱۰ زره زده‌کوونکو د سرپناه نشتون ستونزه هواره او هم به ورته د زده‌کړو لازم او خوندي چاپېریال برابر شي.»

    د یادونې وړ ده، چې د لوگر د پوهنې ریاست دا مهال په مرکز او ولسوالیو کې ټول ټال ۲۸۲ ښوونځي لري، چې ۸۲ ښوونځي یې لاهم ودانۍ نه لري.

    مخکینۍ مقالهد غزې مرکز النصیرات باندې د اسرائیلو په هوایي برید کې شاوخوا ۲۱۰ تنه فلسطینیان وژل شوي دي
    راتلونکي مقاله برېښنا شرکت: د کاسا زر پروژې د پلې کېدو په تړاو یې د کندوز ځايي مسوولینو سره خبرې کړې

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان او ازبکستان د بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    26 جولای 2026

    د وروستیو سېلابونو او توپانونو له امله ۳۴ کسان شهیدان او زرګونه کورنۍ زیانمنې شوې

    26 جولای 2026

    ملا عبدالغني برادر او جمشید خواجه‌یف د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    26 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 26 جولای 2026

    د سوریې ولسمشر احمد الشرع: له اسرائیل سره د امنیتي هوکړې له لارې هر اړخیزې سولې ته د رسېدو هڅه کوو

    الجزیرې راپور ورکړی، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي، حکومت یې له اسراییل سره…

    د افغانستان او ازبکستان د بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    26 جولای 2026

    د وروستیو سېلابونو او توپانونو له امله ۳۴ کسان شهیدان او زرګونه کورنۍ زیانمنې شوې

    26 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوریې ولسمشر احمد الشرع: له اسرائیل سره د امنیتي هوکړې له لارې هر اړخیزې سولې ته د رسېدو هڅه کوو

    26 جولای 2026

    د افغانستان او ازبکستان د بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    26 جولای 2026

    د وروستیو سېلابونو او توپانونو له امله ۳۴ کسان شهیدان او زرګونه کورنۍ زیانمنې شوې

    26 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.