د حزب الله نوي مشر نعیم القاسم وايي؛ موږ د چا نیابتي جګړه ماره ډله نه یو، بلکې د لبنان د ازادۍ او د غزې د استقلال لپاره د جګړو محاذ ته ننوتي یو.

نعیم القاسم په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د لبنان سیکولر حکومتي چارواکي او سیاسي فعالان په حزب الله تور پورې کوي چې حزب الله د ایران نیابتي ډله ده چې په سیمه کې د ایران جنګي پروژې پلي کوي.

دغه خبرې د ایران رژیم سیاسي مخالفین هم کوي؛ د ایران د مذهبي مشر اکثره سیاسي مخالفان چې بهر کې په تبعید کې ژوند کوي حزب الله د ایران نیابتي ډله ګڼي.

د حزب الله نوی مشر وایي چې موږ جګړه نه غواړو، بلکې د سولې لپاره مو یوولس میاشتې صبر وکړ مګر صهیونیستي رژیم جګړې ته ترجیح ورکړه او موږ د خپل مقدس مرام لپاره له دفاع پرته بله کومه چاره نه لیده.

دی وايي؛ موږ د خپلو ارمانونو له تحقق څخه نه په شا کېږو، په دې لاره کې د قربانیو هره بیه پرې کوو خو خپل مسیر نه شو پرېښودلی.

نوموړی زیتوي چې موږ د لبنان ازادي غواړو او موږ د غزې د مظلومانو له پښو او لاسونو د محکومیت زولنې ماتوو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version