د هلمند ځايي مسوولین وايي، د مرکز لښکرگاه ښار د سردارگل محمد خان صنعتي ښارگوټي کې د اوړو یوې کارخونې خپلې چارې پیل کړې دي، چې په ۲۴ ساعتونو کې به ۳۰۰ ټنه د غنمو اوړو کولو وړتیا لري.

د هلمند له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاده کارخونه د میرزا ولي په نامه د یو سوداگرو له لوري جوړه شوې ده.

په خبرپاڼه کې د هلمند د مرستیال والي محمد نبي حماس له قوله ویل شوي، موږ باید خپله خاوره خپل هېواد په‌خپله ودان او اباد کړو او ولسونو ته هر اړخیز خدمات وړاندې کړو تر څو مو هېواد کې د بې‌کارۍ کچه راټېته شي او په کور دننه خلکو ته د کار زمینه مساعده شي.: «موږ به د اقتصادي پیاوړتیا په موخه دولتي او خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره کار وکړو تر څو ولسونو ته هغه ډول خدمات وړاندې کړو چي اړتیا ورته لیدل کېږي.»

د دې کارخونې مسوول میرزا ولي ویلي، په دغه کارخونه یې ۷۱مېلیونه افغانۍ لگښت کړی، چې رغنیزې چارې یې په دوو میاشتو کې پای ته ورسېدې.

د میرزا ولي په خبره، دغه کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې (۳۰۰)ټنه غنمو د اوړو کولو ظرفیت لري او همدا شان په مستقیم او غیري مستقیم ډول به پينځه سوه کسان پکې په دندو بوخت وي.

د یادونې وړ ده، اوسمهال په هلمند کې ۱۵۲ صنعتي کارخونې فعاله دي، چې زرگونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version