
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا کانګرس ته په خپله وینا کې ویلي، چې هېواد به یې د پاناما کانال کنټرول بېرته ترلاسه کړي.
د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې ویلي وو چې د پاناما کانال به بېرته د امریکا تر کنټرول لاندې راولي؛ خو د پاناما مشرانو یې دا ادعاوې رد کړې وې.
د معلوماتو له مخې، پاناما کانال ارام سمندر له اقیانوس بحر سره نښلوي، په ۱۹۱۴ کال کې د امریکا په مرسته پرانیستل شوی. خو په ۱۹۹۹ کال کې د یاد کانال کنټرول د یوې معاهدې له مخې پاناما ته سپارل شوی دی.