پاکستان سبا په داسې حال کې چې سیاسي ترینګلتیاوو پکې زور اخیستی، په اسلام‌اباد کې د «شانګهای د همکاریو سازمان د دولتونو د مشرانو شوری» د غونډې کوربتوب کوي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې لا له وړاندې پر ډله ییزې ګرځېدا بندیز لګېدلی او درې ورځې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

افغانستان د یاد سازمان د ناظر په توګه په دغه سازمان کې له وړاندې غړیتوب لري، خو لاهم اسلامي امارت ته د ورتګ بلنه نه ده ورکړل شوې.

هېره دې نه وي چې نن سهار له پلازمېنې اسلام اباد څخه په لاریونونو کې د تاوتریخوالي خبر هم ورکړل شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version