د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه هېواد به د روانې زېږیزې میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۳مې سرمشریزې کوربه وي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه سرمشریزه کې به د چین، روسیې، بیلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، ازبکستان او تاجکستان لومړي وزیران، د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال او د هند بهرنیو چارو وزیر ګډون وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سرمشریزه کې به د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر د ځانګړي مېلمه او د منګولیا لومړی وزیر د ناظر ګډونوال په توګه ګډون وکړي.

د يادونې وړده چې د شانګهای همکاریو سازمان غونډو کې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري همکاریو په اړه هر اړخیز بحثونه کېږي.

۱ څرگندون

  1. السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته. دشانګهاي په ناسته کي افغانستان ګډون لري که يا؟

ځواب پریږدئ

Exit mobile version