په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ياد سفارت سرپرست سفیر سردار احمد شکیب پاکستان کې د اسلامي نړۍ د یووالي او همکارۍ سازمان له مشر سعد بن مسعود الحارثي سره کتلي دي.

پاکستان کې د افغانستان سفارت وایي، په دې ليدنه کې دواړو لورو اسلامي نړۍ کې د دغه سازمان په فعالیتونو، علمي کنفرانسونو، د سعودي او افغانستان دوه‌اړخیزو اړیکو په وروستیو پرمختګونو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version