په پاکستان کې د افغانستان سفارت د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

یاد سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا مهال پر یاده لار د تازه میوو او سبزیو بار د افغان سوداګرو څه کم دوه زره بار وړونکي موټر درول شوي چې په خبره یې، افغان سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان رسېږي.

د یاد سفارت په خبره، له هغې وروسته چې تورخم دروازه څو وارې د تازه میوو او سبزیو په موسم کې د افغان سوداګرو پر وړاندې بنده او خلاصه شوه، اوس یو ځل بیا د پېښور – تورخم لار له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د خیبر درې جمرود سړک په بګیاري سیمه کې د ځينو محدودو خلکو له لوري تړل شوې ده.

د سفارت په خبره دوی به د همدې ستونزې د حل په موخه له پاکستاني لوري سره په ګډه یوه حل لار پیدا کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version