فلسطیني ژغورونکو ډلو، پر غزې د صهیونستي رژیم په بمباریو کې د لږ تر لږه ۳۱ تنو د شهیدېدلو خبر ورکړی دی، چې له دې ډلې ۱۳ کسان د غزې په شمال کې د جبالیا د کډوالو په کمپ کې شهیدان شوي دي.
همدارنګه یو شمېر نور کسان د خان یونس په ګډون د غزې په ښار او جنوبي سیمو کې د اسرائیلو په جلا جلا بریدونو کې شهیدان شوي.
د معلوماتو له مخې پر غزې د صهیونستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې له ۴۳ زرو ډېر کسان شهیدان او تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان ټپیان شوي دي.