د افغانستان برېښنا شرکت په کوردننه د برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې په موخه په نیږدې راتلونکي کې د یو لوی کنفرانس د جوړولو تابیا کړې ده.
د برېښنا شرکت ویاند حمکت میوندي پرون په یوه ویډیويي کليپ کې ویلي، ټاکل شوې په دې کنفرانس کې برېښنا شرکت د برېښنا د تولید او تورید په برخه کې هغه طرحې، پلانونه او فرصتونه له کورنیو او نړیوالو پانګوالو سره شریک کړي چې ددې شرکت له لوري په نظر کې نیول شوي دي.
نوموړی زیاتوي دا کار به په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته پانګهوال وهڅوي.
د يادونې وړ ده چې درې ورځې مخکې د برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر ژمنه وکړه چې تر راتلونکو دوو کلونو به د کابل برېښنا ۲۴ ساعته کړې.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ یو شمېر ایراني پانګوالو د برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر سره لیدلي. ایراني پانګوالو بیا په کور دننه د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د برېښنا شرکت د همکارۍ غوښتنه یې کړې ده