د کوېټ د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د سوریې په لوېدیځ درعا ولایت کې پر عامو خلکو د صهیونیستي رژیم وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي.
یاد وزارت د ملګرو ملتونو پر امنیت شوری غږ کړی چې، خپل مسئولیتونه اداء کړي او د صهیونیستي اسرائیلو هغه سیستماتیک او ښکاره سرغړونې پای ته ورسوي، چې د سیمې امنیت او ثبات ګواښي.