د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر امریکایي ځواکونو د یمن پر صنعا او صعده ښارونو پراخ هوایي بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د یمن روغتیا وزارت ویلي، د دغه هېواد په پلازمېنه صنعا ښار کې دغو بریدونو کې ۱۳ ملکیان وژل شوي او ۹ ټپیان دي او د یمن په شمالي صعده ښار کې بیا د څلورو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.

بل خوا د یمن حوثیانو سیاسي دفتر بیا دغه بریدونه جنګي جنایت بللی او د ځواب ورکولو خبرداری یې ورکړی دی. دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «یمني ځواکونه د دغو بریدونو ځواب ته بشپړ چمتوالی لري.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version