کڼ شمېر هغه سیاسي، نظامي او مافیایي کړۍ بهر ته تښتېدلي، چې د خپلو شخصي قدرتونو، شتمنیو او نفوذ د دوام لپاره یې د فساد، قومي تفرقې او مافیایي اقتصاد پالنه کول، په دوی کې هغه جنګ سالاران او سیاسي رهبران دي چې تل یې د یووالي پر ځای د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کړی او هغه چارواکي دي چې بهرنیو استخباراتو ته ژمن وو او د افغانستان د ثبات پر ځای یې د بهرنیو اجنډاوو لپاره کار کاوه.
هغه خلک چې د یو هېواد له نوم، هویت او پېژندګلوۍ څخه منکر وو او د خپل حاکمیت په دوره کې یې پرته له تعصباتو شيندلو، د هېواد له تجزیې، د هویت نه منلو، شخصي ګټو، عیش او عشرت پرته بل ارمغان هېواد ته نه و راوړی، نن د کومې اجنډا له مخې د هېواد د ثبات خبره په خپلو دروغجنو ژبو اړوي را اړوي!؟ په حقيقت کې دوی د له لاسه وتلي بربریت، دبدبې او مافيايي کړيو ته د خدمتونو وړاندې کولو د بیا اعادې په لټه کې دي، دوی ته ورکړل شوی شل کلن فرصت چې څنګه استفاده شو، هماغسې يې راتلونکی هم وګڼئ.
د جمهوري حکومت شل کلن واکمنان ونه توانېدل، چې یو باثباته، عادلانه او دوامداره سیاسي نظام جوړ کړي، بلکې اختلافاتو، فساد او د قدرت شخصي انحصار ته یې کار ویلی و، زورواکان، مافیا او فاسد چارواکي له قانون څخه پورته وو، عدالت تنها د کمزورو لپاره و، عام خلک د نا امنیو او جګړو قربانيان وو؛ حکومت له بهرنیو مرستو پرته د خپل اقتصاد اداره ونه شوای کولی، بلکې د بهرنیانو پر سیاسي، نظامي او اقتصادي ملاتړ متکي و.
افغانستان د ازمایښتونو کور دی، دلته تور تاريخ لرونکي، شریر بغاوتګر، شریرې ډلې، د هېواد د بې ثباتۍ عاملین، خام او کوچني شخصیتونه له يوې مخې ټول وازمویل شول، مفسدین به تر هغو پورې مفسد وي، ترڅو چې په واقعي توګه د حق په قافله ور ګډ شوي نه وي. دوی اوس هم پر دې پلان کار کوي، چې له رسنیو، افرادو او بېلابېلو لارو، د افغانستان د ثبات په ضد منفي تبليغات وکړي او سرپرست حکومت چې د ثبات پر لور هر قدم اخلي، له خپل متعصب نظر څخه منفي وارزوي، دوی ټولنې او نړۍ ته له افواهاتو ټوکېدلي سیګنالونه ورکوي، ترڅو د موجوده پرمختګونو مخه ونیسي.
نن هماغه خلک له یوې، يوې اې فور ورقې/ پاڼې سره، پر هېوادونو، ټولنو او افرادو ګرځي – راګرځي، چې ګویا موږ د افغانستان د راتلونکي لپاره طرحه او پلان لرو، موږ به داسې نظام رامنځ ته کړو، چې له نړۍ سره به هر نوع تعامل او اړيکو ته لبیک وايو، د ترهګرو(!) پر ضد به له هر چا وړاندې اقدام کوو، سيمې او نړۍ ته به د هر ډول ګواښ مخه نیسو، اقتصاد به پر خپلو پښو دروو، له همسایه هېوادونو سره به ښه ګاونډیتوب کوو او نور ګڼ شمېر پلانونه لرو. خو د دوی ټول پلانونه ځکه ناکام دي، چې د بې ثباتۍ بنسټګران او اصلي عاملین دي.
د هېواد د بې ثباتۍ دا عاملین نور د ولس، سیمې او نړۍ په سترګو کې خاورې نشي شیندلی، دوی تر وخت تېر اجناس وګڼئ! چا چې جوړ کړي او چیرته چې استفاده شوي، د دواړو لپاره نور د استفادې وړ نه دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.