د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د حماس اسلامي غورځنګ نن پنجشنبه د څلورو برمته شویو اسرائیليانو جسدونه سره صلیب ته وسپارل.

په پام کې ده، چې صهیونیستي رژیم د دغو جسدونو په بدل کې سلګونه فلسطینیان له خپلو زندانونو خوشې کړي.

د دې خبر له خپرېدو وروسته د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر هم اعلان کړی، چې د حماس غورځنګ لخوا د څلورو یرغمل شویو صهیونیستانو جسدونه یې ترلاسه کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version