یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

درېیمه برخه:

د احمدشاه مسعود او د شوروي یرغلګرو ترمنځ شرمناک تړون ته یوه لنډه کتنه:دا چې د پنجشېر د کانونو لوټل د احمد شاه مسعود او شورویانو ترمنځ د یوه پخواني تړون له مخې تر سره شول، نو تر دې وړاندې چې اصلي مسئلې ته پام وکړو، باید د احمدشاه مسعود او روسي نیواکګرو تر منځ د افغانستان په تاریخ کې د یوه شرموونکي پروتوکول په اړه څو خبرې وشي.

هغه پروتوکولونه چې د احمد شاه مسعود له اصلي څهرې څخه یې نقاب لېري او د افغانستان په تاریخ کې یې د دې تورې څهرې توروالی د هېواد خلکو ته څرګند کړ.

که څه هم وروسته د ده ځینو همکارانو هغه ته د ملي اتل لقب ورکړ، خو بیا هم د افغان ملت په سترګو کې د ملي غدار حیثیت لري او بس.

احمد شاه مسعود د پنجشېر د واک پر مهال له روسانو سره ډېر تړونونه لاسلیک کړل، چې تر ټولو مهم هغه یې د احمد شاه مسعود او په افغانستان کې د شوروي د اشغالګرو ۴۰ ځواکونو تر منځ پټ تړون وو.

د دې تړون اسناد د بروس ریچارډسن له هغه کوچني کتاب څخه لاس ته راغلي دي چې نوم یې دی: «ډار، ویجاړول او ارام: په ماورای قفقاز، منځنۍ اسیا او افغانستان کې د روسیې پالیسي، مارچ ۱۹۹۶، په انګلیسي کې د کتاب نوم Intimidation, Subversion and Pacification: Russian Policy in Transcaucasia,Central Asia and Afghanistan, March 1996.څخه په لاس راغلي.

د دې تړون د محتوا په اړه:دا تړون اته مادې لري چې هره ماده یې د مسعود د تاریخي خیانت قوي ثبوت دی او د ملي اتل په توګه د هغه تعبیر پر درواغجنې ادعا باندې د بطلان ټاپه لګوي.

د احمدشاه مسعود او په افغانستان کې د شوروي د اشغالګرو ۴۰ ځواکونو ترمنځ د پټ تړون مادې:

۱. د پنجشیر وسله واله ډله به په جنوبي سالنګ او شاوخوا سیمو کې چې د کابل-حیرتان له لویې لارې سره تړلې وي او د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د افغان او شوروي ځواکونو، پوله ساتو ځواکونو«MGB» په وړاندې د هر ډول وسلې د نه کارولو په شمول، خپل ټول عملیات دروي.

۲. د پنجشیر وسله واله ډله باید د تاجکانو «Tadzhikan» او چوغاني «Chaugani» ترمنځ د ارتباطي کرښې د ساتلو او د شوروي او افغان ځواکونو پر وړاندې د قطاع طریقو او نورو هغو دښمنانه کړنو د مخنیوي مسوولیت په غاړه واخلي، چې د افغان او شوروي ځواکونو په لاره کې خنډ وي.

۳. د دوه اړخیز تړون له مخې، شوروي لوري د ټاکل شوي وخت سره سم د پنجشیر او نورو اړوندو سیمو د پیاوړتیا او ساتنې لپاره د اړتیا وړ اکمالاتو، بیړنیو اړتیاوو او نورو موادو چمتو کولو مسؤولیت په غاړه لري.

۴. نورو وسله والو ډلو او ګروپونو ته به اجازه نه ورکول کېږي چې د تړون اړوندو سیمو ته دننه، د شوروي او افغان ځواکونو پر ضد ترهګریز او ویجاړونکي بریدونه وکړي او پایپ لاین له منځه یوسي.

ادامه لري…

ځواب پریږدئ

Exit mobile version