امريکايي ډيپلومات زلمی خلیلزاد وايي، چې د پاکستان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي.

نوموړي په دغه هیواد کې وروستۍ امنیتي پېښې د اندېښنې وړ بللې دي او د پاکستاني طالبانو له لوري یې په روانه اونۍ کې‌ د ۱۶پاکستاني پوځیانو وژل کېدو ته په اشارې سره ویلي چې په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

نوموړي پر پاکستاني پوځیانو د پاکستان طالبانو غورځنګ دغه بریدونه د لویې ناکامۍ تر څنګ د دغه هېواد لپاره ستر زیان بللی.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت او پوځي چارواکو لا د زلمي خلیلزاد ټویټ ته غبرګون نه دی ښودلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version