ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د روژې میاشتې په لومړۍ ورځ دمشق ته سفر وکړي او په اموي جومات کې به د تراویح لمونځ ادا کړي.
راپور زياتوي چې دا سفر ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې اردوغان په ۲۰۱۲ کال کې ژمنه کړې وه چې د بشار الاسد رژيم له پرځېدو وروسته به دمشق ته لاړ شي او هلته به په اموي جومات کې لمونځ وکړي.
ياده دې وي چې، سوريه کې د بشارالاسد رژيم له ړنګېدو او د تحريرالشام غورځنګ له بريا وروسته د استانبول او دمشق اړيکې تر بل هر وخت پیاوړې شوې دي.