د ايرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر اردوغان د منځني ختیځ له ګڼ شمېر مشرانو سره تماس نیولی او د ایران او اسرائیل ترمنځ شخړې په اړه ورسره غږېدلی دی.

اردوغان خبرداری ورکړی، چې پر ایران د اسرائیل بریدونه د سیمې امنیت ته لوی خطر دی او سیمه نوې جګړې نه شي زغملی.

هغه د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي شخړې یوازېنۍ حل لاره خبرې اترې بللي او ټینګار یې کړی، چې د اسرائیل بریدونه د غزې په برخه کې د بشري ناورین پټولو هڅه ده چې دا به هیڅکله ونه منل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version