د اهل تشیع هېوادوالو یو تن مشر اسدالله سعادتي د لویې جرګې په تالار کې د نظام د ملاتړ په موخه د اهل تشیع هېوادوالو غونډه کې د سرپرست حکومت د مشرتابه د عمومي عفو‌ې فرمان ستایلی او ویلي یې دي، چې عمومي عفوه د افغان ملت لپاره يوه ډېره په خير پريکړه وه او که نه وای شوې، د افغانستان دښمنان تيار په سنګر کې ناست وو چې دا خاوره بيا د جنګ په ميدان بدله کړي.

د نوموړي په وینا: «د افغانستان خير په ملي وحدت او ثبات کې دی او دې موخو ته رسېدل له مونږ ټولو غواړي چې يو او بل د دې خاورې اوسېدونکي وروڼه وبولو. ټولو ته احترام ولرو، په درد ورسره شريک شو او خير يې وغواړو.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version