د لویې جرګې په تالار کې د اهل تشیع هېوادوالو له لوري د سرپرست حکومت په ملاتړ او د ملي یووالي د تقویت په موخه غونډه کې د شیعیان افغانستان کمیسون غړي ویلي، چې سرپرست حکومت په عمومي عفوې سره افغان ملت ته د وینې بهېدو د پای او د ټولو قومونو د یووالي پيغام ورکړی.
نوموړي د خبرو پر دوام ویلي چې، مونږ مسلمانان يو، افغانان يو، د افغانستان يو او له سرپرست حکومت ملاتړ کوو، مننه ترې کوو چې له مونږ سره يې د يوه قوم، او يوه مذهب په توګه له قومي او ژبني توپیر پرته نېک چلند کړی.
د شيعيان افغانستان کميسيون غړي د اوسني امنيت ستاينه کړې او د خبرو پر دوام یې ويلي: «هره ورځ مو په مخدره موادو معتاد ځوانان وژل کېدل، اسلامي امارت پرې بنديز ولګاوه او د معتادينو درملنې ته يې توجه وکړه، په دې لاسته راوړنو له اسلامي امارت څخه ځانګړې مننه کوو.»
د نوموړي په وینا په تېرو څلوېښتو کالو کې په بېلابېلو نومونو د افغانستان د اقوامو د پاشلو هڅه شوې ده، خو اوس اسلامي امارت د ټولو قومونو اتحاد ته په پوره ژمنتيا سره کار کوي.
هغه همدا راز زياته کړې چې یاده غونډه مو د دې لپاره جوړه کړې ده، چې د سرپرست حکومت له راتګ څخه تر اوسه له مونږ سره د اسلامي امارت نېک چلند د ۲۱ ولايتونو شيعه ګانو ته په ډاګه کړو.