د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په هېواد کې د بشپړ امن له برکته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو گرځندویانو پام افغانستان ته راوښتی دی او اوس هره اوونۍ لسگونه بهرني گرځندویان د هېواد له بېلابېلو ولایتونو لیدنه کوي.د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، هرات ته لس تنه بهرني سیلانیان راغلي دي، چې پرون یې د هرات د مختلفو تاریخي او سیاحتي سیمو څه لیدنه کړې ده.د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس احمد الله متقي وايي، په دغو سیلانیانو کې د جرمني، امریکا، ناروې، ویتنام، جاپان او سکاټلنډ اوسېدونکي دي.د متقي په خبره، یادو سیلانیانو سره یې لیدلي او د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو ژمنه یې ورکړې ده.: «د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې له اويا بهرنيو هېوادونو او د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه اويا زره تنو سيلانيانو د هرات له تاريخي ځايونو څخه ليدنه کړې ده.»په افغانستان کې د اوږدې جگړې له امله دغه هېواد ته بهرنیو گرځندویانو زړه نه ښه کاوه؛ خو له تېرو دوو کلونو راهیسې په هېواد کې د بشپړ امنیت له امله اوس هره اوونۍ لسگونه بهرني سیلانیان د افغانستان بېلابېلو سیمو ته ځي او لیدنې ترې کوي.افغانستان لا هم د بهرنیو گرځندویانو لپاره په لرې پرتو سیمو کې اسانتیاوې نه لري او دغه اسانتیاوې یوازې تر ښارونو محدودې دي.د بهرنیو سیلانیانو سربېره اوس په هېواد کې کورني سیلانیان هم د هېواد بېلابېلو سیمو ته ځي، چې دغه چاره مخکې د جگړو او ناامنۍ له امله نه کېده.د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که افغان دولت د هېواد په بېلابېلو ځایونو کې کورنیو او بهرنیو گرځندویانو ته اسانتیاوې برابرې کړې، لرې نه ده چې افغانستان به ډېر ژر یو د هغو هېوادونو په ډله کې راشي چې هر کال ترې مېلیونونه خلک لیدنه کوي.بهرني گرځندویان د نورو گټو سربېره افغانستان ته اقتصادي گټه هم لري او یاد کسان کولی شي په نړۍ کې د افغانستان یو ښه انځور نړۍ ته وړاندې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version