وحیدالدین حیدر

په تېرو شلو کلونو کې ملت ته له رسنیز ادرسه شاتو کې زهر لړل شوي، د دنیا استخباراتو هغه رسنۍ چاغې کړې چې داعیه یې ملي نفاق وه، سمتي، ژبني او ګوندي مسایلو د دوی د خپرونو سکيجول تشکیلاوه.د وحدت ګوند تلویزیون به ایراني ترمینالوژي راوړه او دلته بې د رسنیز دستګاه څرخ پرې تاووه، نورین تلویزیون د رباني تلویزیون و چې د هغه سیاست او اقتدار یې سپيڅلی ګاڼه، میترا د عطا تلویزیون و چې شپه ورځ یې د هغه خبرې او ویډیوګانې خپرولې، همداسې د دوستم څو تلویزوني شبکې وې چې کمرو به یې یوازې د دوستم څېره په نښه کوله، منحیث ابر مرد تاریخ یې معرفي کاوه، ورپسې د حکمتیار صاحب د بریا تلویزیون راووت چې د ده تقریرونه او سیاسي خطبې ترې منعکس کیدې، طلوع نیوز، امریکا غږ، بي بي سي، فرانس پریس او ګڼې نورې رسنۍ ښه په تراټ خپرونې لرلې، داسې کوم ادرس نه و چې د دوی مهار یې نیولی وای چې کاکا تاسو ته خيریت دی؟ څه مو خوړلي چې هضمولای یې نشئ؟دومره څوک نه وو چې ورته ووایي، دا خاوره د افغان متدین ملت خاوره ده چې اسلامي عقیده او کلتوري روایتونه لري، ستاسې خپرونې او رسنیز فعالیتونه باید د اسلامي او افغاني رویاتو په ظروفو کې وي.دوی نه مهاریدل او نه یې مهار ممکن و، ځکه چې غرب راباندې په قانون کې دا ماده تحمیل کړې وه چې رسنۍ ازادي او له تعرض خوندي دي.خو د رسنیو له تعرض هیڅ دفاعي چاره نه وه. زموږ د ټرمینالوژۍ خلاف ادبیات د رسنیو ژبه شوه، پردي ادبیات راغلل چې په دې سره یې زموږ د ادبیاتو لمن ورټوله کړه.موږ ډېر کله د خبرونو په ترڅ کې د پژوهش، دادستانی کُل، پزشک، دانشګاه، دانشکده او پاسګاه امنیتي خبرې او کلمات اورېدل، دا چې یوازې زموږ ټرمینالوژي نه وه بلکې موږ باندې رسنیز یرغل وو.په وړاندې یې ټول بې دفاع وو، تلویزیونو د سریالونو په دوبله کولو تغذیه کیدې، هغه سریالونه چې ښځې به په کې بربنډې وې، کورونه څه چې په میلمستونو کې یې چا د لیدلو توان نه درلود، د ښځې او نر ترمنځ د نامشروع اړیکو داستانونه او یوبل سره د جنسي اړیکو نیول، د زوړ سړي او زړې ښځې د عاشقۍ داستان، د یو سړي چې به د خپلې معشوقې له څو خوبندو سره هم مهاله مینه کوله، د دوی د مینې داستان، د چریکې جګړو د رواجولو داستان، چې ترکي سریال و، د سنګوریانو په نوم به یې نظامي او استخباراتي کیسې انځورولی.دا تصادف نه و، بلکې دنیا په دې اخته وه چې څنګه مو د اخلاقي زوال لوی ګړنګ ته ورټېل وهي.همداسې یې راکې سونګریان هم راپیداکړل، د جبار قهرمان په مشرۍ يوه ډله اربکیانو د سونګریانو په جامه کې تبارز وکړ، د خلکو کور، مال او سر ترې نه و خوندي.مونږ د باغي رسنیو تر برید لاندې واقع و او له ډېر مظلومیته مو حتی د نیوکې جسارت نشو کولی.یوځل د وخت د اطلاعاتو کلتو وزیر کریم خرم شکایت وکړ، د پارلمان ټوپک سالارانو احضار کړ چې له رسنیو سره باید پام وکړې.د پارلمان کیسه خو ټولو ته ښکاره وه چې د دنیا ملیشې پکې راټولې وې، د هرې ورځې په پای کې به خارجي سفارتونو ته هر وکیل لکه مامور ورته او خپل ګزارش به یې ورکړ، د ګزارش حق الزحمه به ورته په ديپلومات بیک کې ورکړل شوه.دا ځل خدای ترې وژغورلو او رسنۍ له ګند پاکې شوې، خو زموږ له جغرافیې د باندې لا هم پر موږ رسنیز یرغلونه کیږي چې هغه نور خپل تاثیرات له لاسه ورکړي، الحمدلله.ملت ويښ ده او د ملت رهبري کې مسؤل خلک ځان خپل خدای او خپل ملت ته مسؤل ګڼي.په درنښتپای

ځواب پریږدئ

Exit mobile version