‏په چین کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې له مشر «لیو جین سونک» سره لیدلي.

په دغه لیدنه کې د دواړو هیوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو پر لا پراختیا، دوه اړخیزې سوداګرۍ، اقتصادي پیاوړتیا او د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره‏ د مثبتو تعاملاتو، همدارنګه په سیاسي، اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي برخو کې د همکاریو پر دوام خبرې شوي.

چینایي لوري د واخان دهلېز د رغولو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او په دې برخه کې یې د خپل هېواد د تدریجي ګامونو د اخیستلو چمتوالی هم وښود.

لیو جین سونګ زیاته کړه: د ایم سي سي(MCC) او مرکزي اسیا د نفت او ګازو شرکتونه به و هڅوي، تر څو د امو سیند د نفتي حوزې د تېلو د استخراج بهیر لا ګړندی او د مس عینک پروژې روانې چارې نورې هم پراخې او چټکې کړي.

په دغه ناسته کې د افغان او چینایي لوري ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د نظرونو تبادله وشوه.

دیادونې وړ ده چې چین له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي برخو کې ښه او د ډاډ وړ اړیکي لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version