د سنبلې میاشتې د ۱۸مې په اړه څو خبرې:

د سنبلې/وږي ۱۸مه د هېواد د اشغال په شل کلنه دوره کې د یوه ملي اتل د له لاسه ورکولو د ورځې په توګه یادېږي؛ په داسې حال کې چې زموږ خلکو هر کال په دې ورځ خپله سوله او امنیت له لاسه ورکړي، نه کوم ملي اتل.

هر کال په دې ورځ یو شمېر غله او لوچکان چې هیڅ قانون یې نه مراعات کاوه، سړکونو او بازارونو ته د خپل رهبر د ماتم لپاره راوتل چې د خپل درک له مخې یې ولمانځي.

موږ بیا هم سږ کال دې ته منتظر وو چې هغه د زور او فایر هغه هیبتناک غږونه بیا اورېدل کېږي که نه؟ هغه د بارودو دودونه به بیا پورته شي که نه؟

سږ مو بیا هم زړونه دې ته ناکرار وو چې بیا به څو ورځې د دوی خرابۍ جوړوو او کثافات به یې ټولوو.

هو! نوم یې ماتم و، خو خپله کټ کټ د اوباشانو جشن و، په دې ورځ به بهول او پاشل ترسره کېدل، ددې ورځې ماتم کوونکي هغه کسان وو چې هېڅ قانون ته یې غاړه نه ایښوده.

د غیر قانوني تورو شیشو لرونکو موټرونو پریډ به یې کاوه، سړکونه بندول، غږیزه ککړتیا او ترافیکي پیښې رامنځ ته کول یې دنده وه، په داسې حال کې چې دا شیان په شریعت کې منع دي.

دوی ځانونه مسلمانان ګڼل او د ماتم نوم یې اخیست، خو دا به نه کومه فاتحه وه او نه ماتم، یوه خرمستي به وه او بس؛ ددې اوباشانو له شور او چیغو به غوږونه کڼېدل، په داسې حال کې چې غږیزه ککړتیا رامنځته کول په شریعت کې منع دي.

په هغه موټر کې چې پنځو تنو ته به ځای و، دوی به له تومانچو او کلاشینکوفونو سره لس تنه پکې سپاره وو، د موټر په بام او چت به ناست وو او د موټر له شیشو څخه به یې ځانونه راځړول.

دوی سړکونه بندول، په ښارونو کې ېې ترافیکي ازدحام رامینځته کاوه، خلکو ته یې به زور واهه؛ پرته له اجازې یې د خپل مشر عکسونه د خلکو په دروازو او دیوالونو لګول، هماغه مشر چې په فکري لحاظ یې د هغه لاره تعقیبوله.

دوی د جمهوريت هغه قانون ته هم چې د دفاع کاڼي ته یې سینه نیوله؛ غاړه نه ایښوده، دوی د خپل ولسمشر عکسونه په مرمیو ویشتل، د ترافیکي مسؤولینو بې احترامي یې کوله او د هیچا اطاعت یې نه کاوه.

په دې ورځ د جرمونو، قتلونو، تښتونو، زنا او فحشاء شمېرې بېخي ډېرې وې، ځکه د هر چا په لاس کې وسلې وې او پوځي پرسونل له نورو بېلېدای نه شو.

بې بندوباري دومره وه چې حتی د دوی ملاتړي غږیزې او ویډیویي رسنۍ به هم ترې ستړې شوې او منعکس کولې به یې؛ د دې ادعا د ثبوت لپاره ډېری ویډیوګانې شتون لري.

سږ کال د سنبلې ١٨مه تېره شوه، خو د خدای په فضل د بارودو لوګي، ټوپک او د جمهوریت دورې وحشت مو ونه لید، دا ټول د افغانستان د اسلامي امارت په برکت وو.

الله تعالی د سوره کهف په ۲۸ آیت کې ټولو مسلمانانو ته وایي:«وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا»، یعنې د هغه کس اطاعت مه کوه چې موږ یې زړه له خپل یاد څخه غافل کړی دی (داسې چې هغه د الله او پیغمبر حکم ته نه تسلیمېږي) او د خپل هوس پیروي کوي او د هغه کارونه په زیاتي کې دي.

د بغاوت جبهه هیڅکله د افغانستان لپاره ګټوره نه وه او نه ده؛ د افغانستان ملت باید دې اوباشانو ته فرصت ورنکړي چې د شل کلنې اشغال تاریخي بدنامي بیا تکرار کړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version