ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۱۲/۷ ھ ق.

– [ ] افغانستان:
۱_د مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ پلاوی په یوه مهمه سیمه‌ییزه غونډه کې د ګډون په موخه قرغیزستان ته تللی.

۲_افغانستان لپاره د پولنډ ځانګړي استازي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي.

۳_د لوی اختر په مناسبت د سرپرست حکومت د مشرتابه پیغام؛ اوس د دې وخت رارسېدلی چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو.

۴_اقتصادي معاونیت: تېرو شاوخوا دوه میاشتو کې د برېښنا په برخه کې څه باندې اته میلیارده افغانيو پانګونه شوې.
– [ ] سیمه:

– [ ] منځنی ختیځ:
۱_د یمن د دفاع وزیر: چمتو یو چې د اسرائیلي رژیم پر وړاندې خپل عملیات لا پراخ کړو.

۲_پر غزې د اسرائیلي رژیم په تازه بریدونو کې تر ۵۰۰ ډېر فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي.

– [ ] نړۍ:
۱_د اوکراین پر لویو ښارونو د روسیې ډرون او توغندیز بریدونه؛ ۲۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

۲_سویلي کوریا کې د سیاسي بحران پای؛ لي جائه میونګ د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې.

۳_تهران ته د واشنګټن خبرداری؛ د امریکا د وړاندیز ردول به جدي پایلې ولري.

۴_عربي رسنۍ: د سوریې لنډ‌مهالی ولسمشر به د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

۵_ايلان ماسک د ټرمپ نوې مالياتي لائحه‌ شرموونکې فاجعه بللې.

۶_بورکینیا‌فاسو کې د مالي پر پوځ د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې برید؛ تر ۱۰۰ ډېر پوځیان وژل شوي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version