په يمن کې د القاعدې تنظيم څانګه «انصار الشریعة» په يوه رساله کې وايي، چې د یمن په جنوبي ولایتونو ابین او شبوه کې روانې نښتې د امریکا او اسرائیل لخوا په مستقیم ډول مدیریت کېږي.
القاعدې څانګې ویلي، چې سیمهییز متحدین، په ځانګړي ډول سعودي عربستان، متحده عربي امارات او د هغوی اړوند ځواکونه، د دغو عملیاتو عملي کوونکي دي.
رساله کې راغلي، چې د «سهام الشرق» په نوم پوځي عملیات د ۲۰۲۲ کال له اګست راهیسې د بهرني ملاتړ تر چتر لاندې پیل شوي او ادعا شوې، چې د ځایي خلکو پر ضد پراخې سرغړونې شوي دي.
یادې څانګې ویلي، چې دوی په ځواب کې د «سهام الحق» تر نامه لاندې بریدونه ترسره کړي او مقابل لوري ته یې درنه مرګژوبله اړولې ده.
همداراز، څانګې د شبوه او ابین په بېلابېلو پېښو کې د لوړپوړو قومندانانو پر نښه کېدل او د امنیتي بدلونونو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې جګړه لا هم روانه ده او د نوې پوځي پراختیا احتمال شته.
