‏المرصاد نشراتي ادارې د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې له استخباراتي ادارو سره د اړیکو مخالفو داعشیانو په خیبر پښتونخوا کې خپل یو ملګری د جاسوسۍ په تور وژلی.

سرچینې زیاته کړې، چې وژل شوی داعشي روح الله نومېده او د داعشیانو په لیکو کې د زکریا او احمد په نومونو مشهور و.

‏د المرصاد د خبر له مخې، روح‌الله څو کاله وړاندې په ترکيه کې د داعش ډلې لیکو ته جلب شوی و او په افغانستان کې یې پر ملکي او نظامي اهدافو د بریدونو ترڅنګ د یادې ډلې د اقتصاد ادارې تر چتر لاندې د اختطاف په ترسره کېدونکو عملیاتو کې هم لاس درلود.

په خبر کې راغلي، چې د تیراه جبار میله، تور دره او اورکزي اوس‌مهال په خیبر پښتونخوا کې د داعشیانو مهمې ځالې بلل کېږي او وروستیو کې د دغې ډلې پر غړو مرګوني بریدونه هم شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version