الجزیرې خبري شبکې د غزې روغتیا وزارت له قوله خبر ورکړی چې، د صهیونیستي اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې د شهید شویو فلسطینیانو شمېر ۴۱۲ تنو ته رسېدلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دې سربېره په دغو بریدونو کې ۵۲۸ تنه نور فلسطینیان ټپیان شوي هم دي.

صهیونیستي رژیم نن سه شنبه سهار په سیمه‌ییز وخت ۳ بجې پر غزې تړانګې د امریکا په سلا د بریدونو تازه څپه پیل کړه، چې په نړیواله کچه یې توند غبرګونونه را وپارول.

د یادونې وړ ده چې، پر غزې تړانګې د صهیونیستي اسرائیلو له خوا د یرغل پیل شوې نوې څپه د افغانستان سرپرست حکومت په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو او سازمانونو په کلکو ټکو غندلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version