الجزيرې ټلويزيون د وېنزوئلايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې رادارونو یې پنځه امریکایي (اېف-۳۵) جېټ الوتکې کشف کړي، چې د مایکویټیا سیمې ته دننه شوې دي.

امريکايي الوتکو د مايکويټيا سيمې د ساحل شاوخوا ۷۵ کیلومتره الوتنه کړې ده.

د وينزوئلا دفاع وزير جنرال ويلاديمير پادرينو‌ ويلي:«امريکايي جېټ الوتکې زموږ حريم ته داخلې شوي، موږ هغوی څارو او امريکا په دې حرکتونو سره هېڅکله موږ نه شي وېرولی.»

وينزوئلايي چارواکو د امریکا دغه اقدام غیرقانوني او ښکاره یرغل بللی دی.

له بل لوري بيا د واشنګټن اېګزمېنر په ګډون ګڼو امريکايي رسنيو په خپلو راپورونو کې ويلي، چې امریکایي ځواکونه چمتو شوي، چې د وينزوئلا دننه ځمکني عملیات پیل کړي.

وینزوئلا ته نږدې د امریکا د پوځ ځای پرځای کول د عملیاتو د پیل سګنال ښودل شوی ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version