هندوستان ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د هند د هریانا ایالت پولیسو د وسيم اکرم په نوم يو یوټیوبر د پاکستان استخباراتي ادارې (ISI) ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.
پوليسو ويلي، نوموړی له درې کلونو راهیسې د پاکستاني جاسوسانو سره په اړیکه کې و، په ډهلي کې یې ځينو پاکستاني جاسوسانو ته سیم کارتونه برابر کړي و او له واتس اپ څخه یې ګڼ مشکوک پیغامونه هم ترلاسه شوي دي.
دا پاکستانی جاسوس په ۲۰۲۱ز کال کې د پاکستان ویزې ته د غوښتنلیک سپارلو پر مهال له يوه بل «دانش» نومي جاسوس سره په اړيکه کې شوی و او له ۲۰۲۲ز کال راهیسې یې پاکستان ته حساس معلومات استول.
د وسيم اکرم نوم یوه اوونۍ وروسته له هغې افشا شو، چې پوليسو د همدې کلي یو بل اوسېدونکی توفیق، هم پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نيولی و.