Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»امریکايي یرغل؛ پر افغانانو یې فکري او کلتوري اغېزې
    لیکني

    امریکايي یرغل؛ پر افغانانو یې فکري او کلتوري اغېزې

    صابر افغانصابر افغان21 جنوري 2025څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا او د هغوی د متحدینو له لوري پر افغانستان یرغل تنها نظامي نه و، بلکې فکري او فرهنګي یرغل هم و، دغه یرغل د افغانانو د ژوند پر ټولو اړخونو تېری وکړ او د خپلې خوښې فکر، عقیده، فرهنګ او کلتور یې پر افغان ملت په زور تحمیل کړل، چې لپاره یې له بېلابیلو لارو چارو کار واخیست.

    په افغانستان کې د جمهوریت له جوړېدو سره سم، امریکا لومړی د افغانستان د سلامت نصاب په بدلولو او د رسنیو پر کثرت کار پیل کړ، ‌ډېر ژر یې په دواړو برخو کې ژور بدلونونه راوستل؛ په تعلیمي نصاب کې یې د افغانستان د تاریخ له مضمون څخه د افغانستان اړوند ډېر او مهم مطالب په لویه پیمانه حذف کړل، پر ځای یې د غرب په خوښه تاریخ رایج کړ، د افغانستان د اصیل تاریخ پر ځای یې مسخه شوی تاریخ ځای پر ځای کړ؛ رسنۍ دومره ډېرې شوې، چې په یوه نه، یوه رسنۍ کې د اشغالګرو په دستور نشرات کېدل او د هغوی تبلیغاتي پروژې یې پر مخ وړلې.

    غربي اشغالګرو د افغانستان په تعلیمي نصاب کې اسلامي مقدسات او اصیل مفاهیم له یوه مخې محوه کړل، پر ځای یې غربي مفاهیم او ارزښتونه ځای کړل، چې په حاصل کې یې زموږ نوی نسل تنها په سمبولیکه بڼه زموږ و، خو په کردار او کړنو کې د غرب د بې تهذیبه تمدن لارویان ګرځېدلي؛ نه یې له اصیل افغان تمدني تاریخ سره اشنايي لرل او نه یې هم اصیل افغاني کلتور ته د ارزښت په نظر کتل.

    له نصاب وروسته زموږ د ځوانانو د پردي کولو، یوه عمده وسیله د یرغلګرو له لورې جوړې شوې رسنۍ وې، چې له امله یې زمونږ ځوانان له مونږ بېګانه او په غرب پسې روان شول؛ د “آر ټي” روسي رسنۍ له قوله، د امریکا دفاع وزارت د رسنیزو پروپاګندونو او فکرونو د تسخیر لپاره (۴۲۵) میلیونه ډالر مصرف کړي دي. په یاد راپور کې وړاندې راغلي، چې دغه پیسې د تبلیغاتو، د ذهنیت بدلولو، اروايي مسایلو، راډیويي، ټلویزیوني او چاپي اعلاناتو ترڅنګ، د نورو مواردو تر نامه لاندې مصرف شوې دي.

    بهرنیو یرغلګرو په افغانستان کې تر اړتیا ډېر راډیویي سټېشنونه او ټلویزیونونه جوړ کړل، تر خپلې سلطې لاندې رسنیو کې یې داسې برنامې طراحي کولې، چې له اسلامي عقیدې، اصیل افغاني فرهنگ، عنعناتو او د افغان ملت له ټولو ارزښتونو سره یې هیڅ ربط نه درلود.

    مثلاً “د ستاره افغان” په نوم یوه برنامه چې د سندرو د کنسرټ په نوم بې لارۍ او غربي کلتور ته په کې تبلیغ کېده، افغان خویندې او وروڼه به یې له یوې معما سره مخ کول او دې چارې بیا په نجونو او هلکانو کې د بې لارۍ څپې په ولولو کولې؛ د نمونې په توګه ویلای شو، چې يواځې په هرات کې له همدې امله (۱۰۰۰) تنو نجونو ځان ته اور ورته کړ؛ لامل یې تنها همدا و، چې ولې د غرب په شان دوی هم له اتلس کلنۍ وروسته خپل سرۍ او بې سرحده بې لاریو ته نه دي پرېښودل شوې.

    د ځان وژنې جرأت، د یو بل د تښتولو، د دین پرېښودلو، له افغاني کلتور سره دښمني او نورې ناسمې کړنې امریکایانو په قصدي ډول د راډیو او ټلویزیون له لارې د افغانانو په منځ کې ترویجول او په اذهانو کې یې ور پېچکاري کول. له امریکایي یرغل وروسته یواځې د USID)) مؤسسې له لورې په افغانستان کې (۱۸۶) راډیو سټېشنونه جوړ شول، چې په دې ټولو کې د همدې یرغلګرو په ګټه برنامې طراحي کېدلې او د افغانانو د فکري تسخیر لپاره په اجیرو افکارو سمبال خلک ورته مؤظف شوي وو، دا (۱۸۶) تنها هغه راډیوګانې وې، چې ټول ملاتړ یې امریکایي او نورو بهرنیو مؤسساتو کاوه(ځینې نورې شخصي راډیوګانې چې دوی کرایه کولې، هغه له دې مستثناء دي).

    ګڼو راډیوګانو اته ساعته خپرونې څلور ویشت ساعته کړې، دوی ته چې به د هلکانو او نجونو لخوا په کومو شمېرو زنګونه وهل کېدل، هماغه شمېرې به یې د نجونو او هلکانو ترمنځ د پیغامونو له لارې تبادله کولې، له همدې ځایه به د یارانو، بې لارۍ او نا روا عشق تارونه غځېدل.

    امریکا د راډیوګانو تر څنګ (۸۳) ټلویزیوني شبکې هم په داسې یو هېواد کې ایجاد کړې، چې ۷۰ سلنه خلک یې برښنا ته لاسرسی نه لري، د دغه ټلویزیونونو له لارې هندي، ترکي او امریکایي سریالونه پښتو او دري ژبو ته په ترجمه شوې بڼه خپرېدل، چې اکثرو یې له اسلامي عقیدې او اصیل افغاني کلتور سره هیڅ اړخ نه لګاوه؛ همدې سریالونو د ځوانانو په ذهنونو کې مقدسات او ارزښتونه وتوږل.

    پردیو سریالونو زموږ کړنې، کورنی ژوند او په مجموع کې ټولنیز ژوند زیانمن کړي او پر ځای یې پردي کلتورونه رایج کړي وو؛ دا خبره په خپله د پرځېدلي جمهوریت د اطلاعات او کلتور پخواني وزیر او د حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم په خپل کتاب “څلوېښت کاله په طوفان کې” په بوږنونکي ډول لیکلې، هغه وایي: یو وخت يو ډله سپین ږیري زما کور ته راغلل او د را ژباړل شویو سریالونو څخه یې راته سر وټکاوه. ویل یې: دې سریالونو زموږ ځوانان له موږ پردي کړل. دا چې یادو سریالانو زموږ له ژوند او فرهنگ سره هیڅ اړخ نه لګاوه، ما یې د بندېدو هڅه وکړه، چې سمدستي د حامد کرزي له لوري زنګ راغی! ویې ویل: چیرته یې!؟ ما ورته کړه: په کور کې. راغبرګه یې کړه، همدا اوس او ژر ارګ ته راشه!

    خُرم وروسته لیکلي، چې اوتر او حیران شوم، چې څنګه دومره ضرور کار پیدا شو، چې عاجل یې وغوښتلم. کله چې ورغلم، کرزي راته وویل، د سریالونو د بندېدو په اړه نور یو حرف لا ونه وایې، بندېدل خو یې پرېږده، دا کېسې زمونږ له صلاحیت پورته دي. نوموړی زیاتوي خپه او حیران شوم، چې دا څنګه دومره لویه کیسه شوه، خو ترې تېر شوم. څه موده وروسته امریکا ته له یو پلاوي سره یوځای په سفر لاړم، هلته د امریکا د دفاع وزارت اړوند یو جنرال راته وویل: ” تا ولې د سریالونو د بندېدلو غوښتنه کول!؟ بل ځل د داسې تېروتنې هڅه ونکړې”.

    د میلیونونه امریکايي ډالرو د مصرف په پایله کې یرغلګرو زموږ یو مهذب نسل، د خپل بې تهذیبه او حیواني ټولنې تر تأثیراتو لاندې ونیو؛ افغاني ټولنه اسلامي او مهذبه ټولنه ده، د غرب له فکري یرغل وروسته د شر او فساد لارویانو دا ټولنه د غربيانو په قالب کې ور اچول، تر څو د همدې مفسدینو غوندې ارزښتونه وپلوري؛ خو د اجیر جمهوریت له پرځېدو سره د دوی دغه هڅې او تأثیرات د له منځه تللو په حالت کې دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهعبداللطیف نظري: اسلامي امارت په اقتصادي برخه کې په بشپړه توګه یو خپلواک نظام دی او هیڅکله پر بهرنیو مرستو متکي نه‌دی
    راتلونکي مقاله له امریکایي اتباعو سره په تبادله کې یو افغان وګړی د امریکا له زندانونو ازاد شو

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت په څکمنیو ولسوالۍ کې د یو…

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025

    د ایران انټرنشنل خبریال مهدوي شایسته موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شو

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025

    د ایران انټرنشنل خبریال مهدوي شایسته موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شو

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.