په معتبرو رسنیو کې د خپرو شویو خبرونو په اساس، د امریکا منتخب ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» اعلان کړی، چې ټول مهاجرین به له امریکایي ایالتونو څخه خپلو هېوادونو ته بېرته ستنوي. هغه دا ژمنه واک ته له رسېدو مخکې او د خپلې انتخاباتي مبارزې په دوره کې هم خپلو پلویانو ته ورکړې وه.

ځینې بې‌عقل او وطن‌پلورونکي افغانان چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې له امریکا سره اوږه په اوږه جګړه وکړه او اشغالګرو ته یې د هېواد بېلابیلو سیمو کې هدایت او لارښوونه کول، همدا راز یې د امریکا د خوشحالولو لپاره خپل خلک قرباني کړل، پر دین، وجدان او د خپل ملت پر عزت یې پښې کېښودې او امریکا یې انتخاب کړه؛ اوس به همدوی بېرته افغانستان راستنېږي او ډیپورټ کېږي به.

دا ده د غدارې امریکا د غلامۍ او لاس ښکلولو پایله ده! وطن‌پلورونکو کلونه د امریکا په ګټه جګړه وکړه، خو اوس امریکا هغوی له خپل هېواد څخه باسي. د هغوی ټولې خوش‌خدمتۍ او چاپلوسۍ یې هېرې کړې او آن هغوی ته پام هم لا نه کوي.

په حقیقت کې، د امریکا نوی حکومت سم کار کوي چې له خائنانو سره داسې چلند کوي. د هر خائن انجام همداسې وي. امریکا په ښه توګه پوهېږي هغه کسان چې خپل وطن ته وفادار نه وو، څنګه کولای شي امریکا ته وفادار پاتې شي!؟ کله چې یې وخت راورسېږي او موقع په لاس ورشي، هماغه کسان به له امریکا سره هم خپل خیانت ښکاره کړي.

شاید څوک ووایي چې امریکا تنها غیر قانوني مهاجرین باسي، نه ټول؛ خو ټول پوهېږي له هغه کسانو پرته چې له امریکا سره د همکارۍ په سر کې وو، نور وطن پلورونکي د نورو هغه خلکو په څېر چې په قاچاقي توګه تللي دي، په امریکا کې عادي او غیر قانوني کسان ګڼل کېږي.

امریکا هم په خپل تاریخ کې له خپل هېڅ یوه همکار سره وفا نه ده کړې. هر هغه شخص یا ډلې چې پر امریکا باور کړی، خوار او ذلیل شوي دي. دا هېواد ځواک‌ښودنه کوي، خو په هره معرکه کې یې ماتې خوړلې ده، که څه هم ډېرې ورانۍ او خرابۍ یې رامنځ ته کړې دي.

امریکا له افغانستان وړاندې، په ویتنام، سوریه او عراق کې سخته ماتې وخوړه، خو دا افغانستان و چې ملا یې ورماته کړه او د ماتې تریخ خوند یې ورباندې وڅکه. له افغانستان څخه له وتلو وروسته د امریکا څېره په ټوله نړۍ کې خړه پړه شوه او نړۍ د دې طمع کار هېواد په بې مایه توب او ضعف پوه شوه.

له افغان ولس سره په جګړه کې د امریکا ماتې، د امریکا د پلویانو او غلامانو لپاره یو لوی درس و، خو هغوی هوښیار نه شول او د امریکا په رکاب کې یې د خپلو شومو موخو د تحقق لپاره هڅه وکړه.

خو اوس له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي او ډېر ژر به له دې څخه هم بد حالت تجربه کړي. دا د مهربان پيغمبر صلی الله علیه وسلم وعده ده چې فرمایلي یې دي: «الخائن خائف»؛ خائن همیشه د وېرې او خطر په حالت کې وي.

د دې حدیث مصداق، همدا افغان وطن‌پلورونکي دي چې نه د وطن ته د ستنېدو مخ لري او نه په امریکا کې د پاتې کېدو ځای. لا هم داسې کسان شته چې له دې پېښو څخه عبرت نه اخلي او لا هم د امریکا لخوا د توجه په تمه دي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version