مشهور اسرائيلي ژورنالست او ليکوال بين کسفيت وايي، د اسرائيلو لومړی وزير نتنياهو غواړي د حماس غورځنګ سره شوی تړون مات کړي.
هغه زياته کړې حماس غورځنګ چې د شنبې په ورځ د اسرائيلي بنديانو د نه خوشې کولو خبره کړې د هغې لامل دا دی، چې اسرائيلي حکومت نه غواړي د شوي تړون دوهمه مرحله عملي کړي نو حماس غورځنګ دغه کار ته مجبور شوی دی.
نوموړي زياته کړې، هر وخت چې له حماس غورځنګ سره تړون شوی نتنياهو هغه تړون نيمګړی او مات کړی دی.