د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ (دوشنبه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ «بياېلاې» او په ځانګړې ډول د دغې ډلې د سرتېرو بریدونو کنډک «مجید بریګېډ» د بهرنیو ترهګرو ډلو رسمي نوملړ کې شامل کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شاملول یو مهم حقوقي او سیاسي ګام دی، چې د دغو ډلو مالي سرچینې، نړیوال ملاتړ او لوژستیکي امکانات کمزوري کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر په تېرو شاوخوا درېیو میاشتو کې دوه ځله امریکا ته سفر وکړ.
شنونکي باور لري، چې کېدای شي دا پرېکړه د واشنګټن او اسلاماباد ترمنځ د امنیتي همکارۍ د پراختیا برخه وي، په ځانګړي ډول د هغو ډلو پر وړاندې چې پاکستان یې د خپلو کورنیو امنیتي ګواښونو یوه لویه سرچینه ګڼي.