د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د راتلونکې جمعې په ورځ به په الاسکا ایالت کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره رغنده لیدنه ولري.
ټرمپ زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې به خپل روسي سیال د اوکراین جګړې پایته رسولو ته وهڅوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، نوموړي خبریالانو ته ویلي: «زه به له پوتین سره خبرې وکړم او ورته وبه وایم چې دا جګړه باید ختمه شي.»
ټرمپ زیاته کړې، امکان لري چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلیسکي هم په راتلونکو ناستو کې ګډون وکړي؛ خو اندېښنهیې ښودلې چې زیلینسکي به د سولې د هوکړې په بدل کې د خپلو له لاسه وتلیو سیمو له سپارلو ډډه وکړي.
د ویلو ده، چې ټرمپ په ښکاره دا هڅه کوي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ روانه خونړۍ جګړه چې له دوه کلونو زیات وخت یې نیولی، د خبرو له لارې ختمه کړي.