د خوست امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو درې کسیزه وسله‌واله ډله نیولې، چې د خوست ښار په «بلند منزلو» سیمه کې یې له یوه شرکت څخه د وسلې په زور غلا کړې وه.

سرچینې ویلي، دغې ډلې ۱۰۰ زره افغانۍ، ۱۰۰ زره پاکستانۍ روپۍ، ۱۰۵۰ امریکايي ډالر او ۵ ځیرک مبایلونه غلا کړي وو، چې د نیولو پر مهال ترې بېرته ترلاسه شوي دي.

د خوست امنیه قومنداني څخه د خپرو شویو معلوماتو له‌مخې، نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version