د خوست امنیه قومندانۍ وایي، د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یوې جعلي مؤسسې رئیس او کارکوونکي نیولي.
سرچینه زیاتوي، چې دغو کسانو ځانونه کلیوالو خلکو ته د یونیسف مؤسسې کارکوونکي معرفي کول او د مرستو د ورکړې په بهانه یې ورڅخه د نوم ثبتولو پر سر پیسې اخیستې.
په نېول شویو کسانو کې د یادې جعلي مؤسسې رئیس، کمپیوټرکار، ډرایور او څلور ښځینه ډاکټرانې شاملې دي.
خوست امنیه قومندانۍ وایي، نیول شوي کسان به له کره شواهدو او بشپړې دوسیې سره یو ځای عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
