د کورنیو چارو وزارت وایي، د شمال زون د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۵۱۷ پولیس سرتېرو د بلخ ولایت د پولیسو په ښوونیز او روزنیز مرکز کې عقیدوي او مسلکي زدهکړې بشپړې کړې.
د یادو پولیسو د فراغت مراسمو کې مسؤلینو د ویناوو پر مهال د اسلامي نظام پر ساتنې، د پولیسو پر مسئولیتونو او د زدهکړو پر عملي تطبیق ټینګار کړی دی.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د کورنیو چارو وزارت د پولیسو له روزنیزو مرکزونو لسګونه زره پولیس فارغ او پر دندو ګومارل شوي دي.
د خپرو شویو شمېرو لهمخې د تېر ۲۰۲۵ میلادي کال تر پایه د افغان روزل شویو پولیسو شمېر تر ۱۰۰ زره تنو اوښتی و.
