د پکتيا امنیه قومندانۍ مطبوعاتو دفتر خبر ورکړی، چې د یادې قومندانۍ د جنایي جرمونو په تړاو د مبارزې پولیسو ۱۲ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي.

د نیول شویو کسانو له‌ ډلې درې تنه د غلا په تور، څلور تنه د نشه‌یي توکو او پنځه تنه د ناقانونه وسلې ګرځولو په تور نیولي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به تر لومړنیو‏ څېړنو وروسته، عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version