هرات د کورنۍ جګړې په منګولو کې:

د شوروي پر وړاندې د جهاد په دوران او د ورانوونکو کورنیو جګړو پر مهال، د افغانستان هغه جنګ سالاران چې له ریښتینو مجاهدینو سره په یو صف کې وو. دوی خپل اولادونه او بچیان له جګړو او هغو میدانونه لیرې ساتل، کوم چې د دې خاورې د غولول شویو ځوانانو په وینو سره شوي وو.

د کمونیستانو په وړاندې د افغان ملت له بریا او د شورویانو تر ماتې وروسته، تش په نوم جهادي مشرانو ډیری خلک په بېلابېلو شعارونو وغولول او د خپلو شخصي جګړو او دښمنیو لپاره یې د سونګ توکو په توګه کارول، خپل زامن او لوڼې یې د دې مظلوم ملت په پیسو د زده کړو یا عیش او نوش لپاره بهر ته لیږل.

اسماعیل خان هم په دې برخه کې له نورو جنګ سالارانو استثنا نه و، هغه وخت چې هرات د اسماعیل خان د جګړو له امله په اور او لمبو کې سوځېده، مشر زوی یې میرویس صادق په فرانسه کې د دې خاورې د خلکو له ستونزو او دردونو لیرې، په زده کړو بوخت و.

د بُن په کنفرانس کې چې جنګ سالارانو د خپلو غربي بادارانو د ګټو د خونديتوب لپاره د وفادارۍ لوړه وکړه او په بې ګناه وینو له سرو لاسونو سره یو ځل بیا د واک پر ګدۍ کښېناستل، میرویس صادق په دې بدمرغه مجلس کې د خپل جګړه مار پلار په استازیتوب ګډون وکړ، په پایله کې یې په موقت حکومت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت څوکۍ ترلاسه کړه.

هغه د انتقالي دولت پر مهال د ۱۳۸۱ کال د غبرګولي په میاشت کې د هوايي چلند د وزیر په توګه وټاکل شو او د ۱۳۸۲ کال د غبرګولي تر ۲۲مې نیټې او وژل کېدو پورې، په حکومت کې نفوذ لرونکی او واکمنې حلقې ته نږدې کس پاتې شو، د خپل پلار، اسماعیل خان د سیاسي دریځ په ټینګولو کې یې فعال رول لوباوه.

د میرویس صادق تر وژل کېدو وروسته، د هرات ښار په چټکۍ سره یو کړکیچن حالت ته ورننوت، د اسماعیل خان د ځواکونو او د هرات د ١٧مې فرقې د قومندان ظاهر نایب زاده د ځواکونو تر منځ سختې جګړې پیل شوې؛ هغه کس چې ادعا کېده د صادق د ترور مسوولیت یې په غاړه و.

د میرویس صادق د ترور د خبر تر خپرېدو وروسته، د هرات ښار نظامي بڼه خپله کړه، بازارونه وتړل شول او د دې سیمې ځورېدلو خلکو خپلو کورونو ته پناه یووړه؛ ګني د هرات خلکو باید د جنګ سالارانو او د دوی د کورنۍ د غړو د شخصي دښمنیو تاوان پرې کړی وای.

شخړه د ماسپښین په ۴ بجو د اسماعیل خان د جګړه مارو او د ښار د ١٧مې فرقې د ځواکونو تر منځ په سپکو او درنو وسلو سره پیل شوه. دا جګړه د درنو مالي زیانونو تر اوښتو او له ۱۰۰ څخه د زیاتو کسانو له وژل کېدو وروسته، د مرکزي حکومت په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

اسماعیل خان په داسې حال کې چې ځان یې د مجاهدینو امیر باله او همېشه یې په خپلو ویناوو کې د جهاد د مبارزینو د قربانیو او سرښندنو یادونه کوله، خو په عمل کې یې د شهیدانو قبرونو او د هغوی کورنیو ته لږه پاملرنه هم نه کوله.

د هرات د نوم ورکو شهیدانو هدیره د دې ادعا یو څرګند ثبوت دی؛ داسې چې کلونه کلونه له پاملرنې پرته له خاورو او کثافاتو ډکه پریښودل شوې وه. ډیرو کورنیو د ساده قبرونو د جوړولو لپاره هم باید له خپل جېب څخه پیسې لګولې وای.

خو د میرویس صادق مزار د مرمرو له ډبرو، لویې ګنبدې، لوړو دیوالونو، بریښنا، باغچې او حتی له ساتونکو سره جوړ شو، د بیت المال څو جریبه ځمکه یې غصب کړه او ډیر ښکلی مزار یې ورباندې جوړ کړ. د هرات د لسګونو اوسیدونکو قبرونه یې هغه باغ ته د سړک د تېرولو لپاره چې زوی یې هلته خښ شوی و، ویجاړ کړل.

د ځینو په وینا د میرویس صادق هدیرې نږدې یو میلیون ډالر لګښت درلود، هغه هم د اسماعیل خان له شخصي جیب څخه نه، بلکې د هغه ملت له بیت المال څخه چې د شپې ډوډۍ یې نه درلوده.

په دې توګه د هرات خلک د عدالت او آرامۍ لیدلو پر ځای، د هغو جنګ سالارانو د قدرت او ځان غوښتنې قرباني شول چې د خپلو شخصي ګټو لپاره یې د جهاد له نوم څخه استفاده کړه. دې تش په نوم مشرانو د خلکو د خدمت پر ځای، د هغوی ژوند او آرام د خپلو غوښتنو قرباني کړل او د ملت په پخوانیو زخمونو یې نورې مالګې هم وپاشلې.

ادامه لري…

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version