‏د راپورونو له مخې، اوکرایني ځواکونو تېره ورځ پنجشنبه د روسیې په ساراتوف سیمه کې د روسیې د توپولوف ۱۶۰ ډوله ستراتیژیکو بم غورځونکو الوتکو پر یوې اډې هوایي برید کړی، په پایله کې یې ستره چاودنه او پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

بل خوا د روسیې دفاع وزارت ویلي، د اوکراین له خوا توغول شوي ۱۳۲ ډرون الوتکې یې غورځولې دي.

په دغو بریدونو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version