د روانې فبرورۍ مياشتې په ۱۵مه نېټه د ايران د سپاه پاسداران يو لوړ رتبه ځانګړي هيئت چې سيد حسين موسوي، سردار غزالي او رضا بهرامي پکې شامل وو؛ د سرپرست حکومت د ځینې مخالفو مشرانو او رهبرانو سره د ليدنې لپاره ترکيې ته سفر وکړ.
يادو کسانو په ترکيه کې د عبدالرشيد دوستم، محمد محقق او د عطاء محمد نور له زوی او استازي سره ليدلي دي (معلومات ښيي، عطاء محمد نور که څه هم غوښتل په دې ليدنه کې د ګډون لپاره ترکيې ته ولاړ شي، خو د ويزې د نه ترلاسه کېدو له امله يې خپل زوی خالد نور او يو تن نماينده يادې ليدنې ته واستولو).
هندوکش غږ د خپلو سرچينو څخه د يادې ليدنې په اړه ځينې دقيق او کره معلومات ترلاسه کړي؛ د دغه ترلاسه شوو معلوماتو په اساس، ايراني استازو د عبدالرشيد دوستم په ګډون د مخالفو ډلو له مشرانو او استازو غوښتي چې د امريکا او غرب په وړاندې دې ورسره په استخباراتي برخه کې مرسته او همکاري وکړي، ايراني استازو دغه راز له دوی غوښتي چې په ايران او سيمه کې دې د سيآیاې(CIA) د جاسوسانو په تثبيت او پيدا کولو کې هم ورسره همکاري وکړي. ايراني مسؤولينو ياده اړتيا ځکه حس کړې چې ويره لري د ټرمپ په ولسمشرۍ دوره کې د امريکا لهخوا ښايي ايران ته ځينې مشکلات او ستونزې جوړې شي.
دغه راز د ځينو سرچينو په قول چې ايراني استازو دوی ته له پاکستاني حکومت او استخباراتو ته د ځان له نږدې کېدو په اړه خبرداری ورکړی او ترې غوښتي يې دي چې له آیایسآی(ISI) سره دې له نږدې کېدو ځان وساتي.
ايران په دې وروستیو کې په مقاومت جبهه او په ملي مقاومت شوری باندې د پاکستاني استخباراتو د نفوذ څخه په ويره کې دی، ځکه چې مقاومت جبهه او مقاومت شوری په دې وروستيو کې آیایسآی ته د همکارۍ شين څراغ ورکړی، په دې سربېره د مخالفينو ډېری غړي په ايران کې شتون لري او په آسانۍ کولای شي د نظر وړ معلومات د سيآیاې(CIA) او آیایسآی(ISI) په شمول بهرنيو استخباراتو سره شريک کړي.
تحليلګران په دې باور دي چې ايرانيان د امريکا له جاسوسانو په ويره کې دي او غواړي د افغانستان د بهرمېشتو يادو مخالفينو څخه د يادو جاسوسانو په تثبيت او د امريکا او غرب خلاف استفاده وکړي.