شیخ محمد ثواب ته نږدې سرچینو «هندوکش‌غږ» ته تائید کړه چې نوموړی په خپل کور کې په یوه ناڅاپي پېښه کې شهید شوی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د نوموړي له ځوی څخه د ټوپک د پاکولو پرمهال په غیر قصدي توګه یوه مرمۍ فیر شوې چې ترې وروسته د مرحوم شیخ محمد ثواب پر سر لګېدلې او نوموړی یې له امله سخت ټپي شوی و.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، له پیښې وروسته نوموړی د کابل ایمرجنسي روغتون ته وړل شوی، خو په روغتون کې له لنډې مودې بستر کېدو وروسته د ټپ د ژوروالي له امله یې ساه ورکړې ده.

سرچينې ټینګار کړی، چې پېښه په بشپړه توګه غیر ارادي وه او د هیچا له خوا د وژنې په نيت نه ده ترسره شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version