رویټرز خبري اژانس د دوه لوړپوړو امريکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې ايراني ځواکونو په وروستیو اونیو کې فارس خليج کې په سمندري ماينونو بار بېړۍ ځای پرځای کړې دي او د هرمز ستراتيژيک تنګي د تړلو چمتووالی نيسي.

په ورته وخت کې امريکا د ايران له لوري د هرمز تنګي د تړلو اقدام د اندېښنې وړ بللی او په وينا یې، تر اوسه روښانه نه ده چې ایران په رښتیا هم هرمز تنګی تړي او که یوازې د قدرت د ښودلو هڅه کوي.

د ايران له لوري د هرمز تنګي تړلو اقدام له هغې وروسته وشو چې امريکا د ايران پر اټومي تاسيساتو بريد وکړ.

ياده دې وي، چې د نړۍ ۲۰ سلنه نفت او ګاز صادرات له یاد حیاتي تنګي څخه تېريږي، چې تړل به یې نړېوال بازار کې د نرخونو لوړېدو لامل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version