د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې نن سهار د ايران د اهواز ولايت په سپيدار زندان کې د شپږو عربو سیاسي بندیانو د اعدام حکم اجرا شوی.

د ایران د قضایه قوې اړوند «میزان» خبري اژانس ویلي، چې دغه شپږ کسان د څلورو ايراني ځواکونو د وژلو په تور تورن شوي وو.

اعدام شوي کسان د ايران د اهواز ولايت له عرب وګړو څخه و.

ياد کسان د علی مجدم، معین خنفري، سید سالم موسوي، محمدرضا مقدم، عدنان آلبوشوکه (غبیشاوي) او حبیب ادریس په نومونو وو، چې په ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو کې نیول شوي او د څو میاشتو تحقيق وروسته په اعدام محکوم شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version