د ایران د سپاه پاسداران ویاند ویلي، چې هېڅ امريکايي سمندري بېړۍ به د عمان، فارس خلیج او د هرمز تنګي اوبو ته د نږدې کېدو جرئت ونه کړي.

نوموړي ټینګار کړی، که د امریکا هره سمندري بېړۍ د دغو حساسو سمندري سیمو پر لور حرکت وکړي، نو د ایران له سخت غبرګون سره به مخ شي.

د سپاه پاسداران ویاند زیاته کړې چې ایران د خپلو ساحلي اوبو او ستراتیژیکو سمندري لارو د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري او هر ډول احتمالي ګواښ ته به سمدستي ځواب ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د عمان خلیج، فارس خلیج او د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي او د نړیوالې انرژۍ د لېږد یوه مهمه برخه له همدې سیمو تېرېږي.

هندوکش‌غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version