د ایران دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو تېره شپه پلازمېنه تهران ته نږدې ملارد ښارګوټي کې ۳۰ تنه د عامه نظم د اخلال په تور نیولي.
راپور زیاتوي، چې دغو کسانو د لاریون له حق څخه ناسمه استفاده کړې، په یاده سیمه کې یې نا امني رامنځته کړې او عامه نظم یې اخلال کړی دی.
سرچینې لیکلي، چې پولیسو یو شمیر نور کسان هم په نښه کړي او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران کې له تېرو څو ورځو راهیسې ځای ځای د ګرانۍ او اقتصادي ستونزو له امله لاریونونه روان دي.
