د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت وايي، په بادغیس او بلخ کې یې دوې شخړې حل کړي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د بادغیس ابکمري ولسوالۍ د اب باریک سیمې د قدي قومونو ترمنځ شاوخوا ۲۰ کاله مخکې پېښه شوې شخړه، چې له کبله یې ډېرو کسانو ته مرگ‌ژوبله اوښتې وه، د یاد ولایت د مقام په هدایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، قومي سپین ږیرو او دیني عالمانو په منځگړیتوب حل او په دوستي بدله شوه.

د خبرپاڼې له مخې، د شخړې د حل پر مهال ښکېلو اړخونو د مرکې غړو او مسوولینو ته اختیار ورکړ، چې ټاکل شوو مرکچیانو له پوره څېړنې وروسته د دوی په اړه د سولې او خیر پرېکړه وکړه او کړې پرېکړه یې ټولو گډونوالو ته واوروله.

د یو بل خبر له مخې، په بلخ کې هم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په منځگړیتوب د خلکو ترمنځ د ځمکو پر سر رامنځته شوې دوه شخړې هوارې او په سوله بدلې کړې دي.

د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب په دوو جلا جلا ناستو کې د یاد ولایت د خلکو تر منځ د ځمکو پر سر رامنځته شوې دوه شخړې هوارې او په سوله بدلې شوې.:«د دغو شخړو له جملې څخه یوه یې د چمتال ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ په ۲۵ جریبه ځمکه راپېښه شوې وه، چې له څه مودې راهیسې یې دواړو لورو په خپل منځ کې اختلافات لرل. دغه قضیه د یاد ریاست د مسوولینو او قومي مشرانو په هڅو له پوره څېړنې وروسته حل شوه او ښکېلو لورو یې پر حل خوښي څرگنده کړه.

دویمه شخړه د دولت آباد ولسوالۍ د قرشي‌گک په سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې وه چې د شخړو د حل د کمېسیون د یوه غړي مولوي عبدالقادر او قومي مشرانو په منځگړیتوب حل او په دوستي بدله شوه.»

هېره دي نه وي، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد په ټولو ولایتونو کې د قومي سپین ږیرو او دیني عالمانو په مرسته د افغاني دودیزو جرگو او مرکو له لارې سلگونه لویې او وړې شخړې حل کړې او په دې برخه کې لا هم کوټلي گامونه اخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version