پر هېواد او ملت باندې د بغاوتکرو زیان او تاوانونه!

پایله!

الحمدلله، په دې لړۍ کې چې ٢٣ برخې یې شوې، موږ هڅه وکړه چې د باغيانو څهره لږه روښانه کړو او د دوی خائن شخصيت چې په حقيقت کې په دروغو او فريبونو پوښل شوی و، د حقایقو په رڼا کې ښکاره کړو.

د همدې هدف لپاره، موږ هڅه وکړه چې د باغيانو د وضعيت او احوالو د څېړنې او د دوی د شخصيت منفي ځانګړتياوو او نښو په معاینه کولو سره، يوه څرګنده او ثابته پايله ترلاسه کړو، ترڅو لوستونکي او راتلونکي نسلونه د باغيانو د پېژندلو لپاره يو قوي لاسوند(په لاس لیکل شوی شی) ولري او په پرېکړه کولو کې له شک او ترديد سره مخ نه شي.

په دې لړۍ کې مو ټوله هڅه پر دې وه چې هم د دې ناصالحو کسانو او دې ناپاکې ډلې د هويت په اړه وضاحت ورکړو، او هم د دوی زيانونه پر هېواد او ملت باندې په پراخه کچه وڅېړو.

همدارنګه د تاريخ په اوږدو کې او په تېرو وختونو کې د دوی زيان رسوونکي پايلې په مستند ډول د لوستونکو لپاره يادې کړو، تر څو د دوی پر وړاندې د مقابلې او د دوی د پېژندلو او ورسره چلند کولو په لاره کې یې د لارې څراغ و اوسو.

په خلاصه ډول، په دې لړۍ کې مو لاندې ټکي يو په يو د باغيانو په اړه ياد کړل:

۱. شتمنۍ ټولول.

۲. سرغړونه او بغاوت.

۳. فحشا او منکرات.

۴. وېره او وحشت خپرول.

۵. ملت د خپل ځان لپاره قرباني کول.

۶. د قدرت څخه ناوړه ګټه اخيستل.

۷. د لوېديځ ډوډۍ خواره.

۸. د اسلامي نظام پر وړاندې وسله وال قيام کول.

۹. د لوېديځ پلانونه عملي کول.

۱۰. له دين څخه لرېوالی.

۱۱. د اشغالګرو هرکلی کول.

۱۲. د هېواد او ملت پر وړاندې د دوی زيانونه.

همدارنګه، د دوی پر هېواد او ملت باندې د زيانونو په برخه کې لاندې ټکي یاد شول:

۱. وېش نه يووالی.

۲. د ملي امنيت په خطر کې اچول.

۳. هېواد له پرمختګ او ترقي څخه پاتې کول.

۴. د حق او باطل ګډول.

۵. فحشا او فساد ترویجول.

۶. ورور وژنه او بې‌ګناه قتلونه.

۷. د شخصي قوانينو پلي کوونکي.

۸. له دين څخه لرېوالی.

ځکه چې د هرې پديدې سره د مقابلې لپاره، لومړی ګام د پېژندلو او پوهېدلو دی او دويم ګام د هغې لپاره د غوره حل لارې موندل دي، چې د دغو مراحلو په تعقيب کولو سره به يو اغېزمنه پايله ترلاسه شي.

کله چې د مقابل لوري په اړه کافي پېژندنه موجوده وي، او د دوی باورونه، فکرونه او غوښتنې په دقيق ډول وڅېړل شي، نو ورسره د مقابلې لپاره به مبارزه او مخامختيا هم ډېره اسانه شي.پای

ځواب پریږدئ

Exit mobile version