باګرام چې د ټرمپ له خوا د سیاسي او تبلیغاتي اهدافو لپاره یوازې د رسنیو پر مخ مطرح کېږي، د افغان حکومت یو شمېر مخالفین او د افغانستان د نظامي اشغال لابي ګران یې هرکلی کوي، دوی په همدې موخه د شبکو د فعالیت د دوه ورځني ځنډ او نورو څو ورځو په جریان کې د باګرام د اشغال په اړه پراخ ناسم تبلیغات وکړل.

دوی په افغانستان کې له لسیزو راهیسې د نیابتي جنګیالیو په څېر جنګېدل، خو په تېرو څلورو کلونو کې پر دغه اجیرو سیاسي او جنګي ډلو او جنایت کارانو بهرني فنډونه تړل شوي؛ د شخصي ګټو د تأمین په لټه کې دوی هر کله د بهرني اشغال منلو ته تیار دي، که څه هم د زرګونه خلکو د له منځه تلو، اقتصادي، امنیتي او سیاسي بې ثباتۍ د را منځ ته کېدو لامل ګرځي.

د مقاومت په نوم جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤل علي میثم نظري په دې وروستیو کې، د هاډسن انسټیټیوټ د یو شنونکي د لیکنې په غبرګون کې چې د باګرام په اړه یې نشر کړې ده، ویلي چې د افغان حکومت ضد ځواکونه لکه د احمد مسعود په مشري مقاومت جبهه، په پنجشیر کې یو پیاوړی مرکز لري. نوموړي زیاته کړې چې دغه مرکز له باګرام څخه یوازې د ۵۰ میله واټن په فاصله کې پروت دی.

که څه هم دا مهال په پنجشیر کې مخالفي ملېشې یوه لوېشت خاوره هم تر خپل واک لاندې نه لري، خو دا څرګندونې ټرمپ او بل هر بهرني یرغلګر ته د نظامي حضور لپاره شین څراخ ښودل دي. د مقاومت جبهې اجیرې ملېشې او د شر او فساد ډلو ټول غړي د افغانستان د پلورنې لپاره تیار دي، دوی ارضي تمامیت، اسلامي او ملي ارزښتونو، استقلال او آزادۍ ته احترام نه لري، بلکې د پردیو ګټو قرباني یې ګرځوي.

افغان ملت ته د مقاومت جبهې په شمول د نورو سیاسي او نظامي مخالفینو ارمغان تنها جګړه، اشوب او ګډوډي ده. دوی د خپلو ډلو او ګټو د بقاء لپاره پر افغان ملت د بهرني نظامي یرغل په شمول هره پدیده تپي. مګر دا هیلې به یې دا ځل له خاورو سره خاورې شي.

له پنجشیر واخله، تر شمال، شمال ختیځو، لوېدیځو، مشرقي، مرکزي، جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو، پورې هیڅ چیرته هم واقعي افغانان د اشغال منونکي نه دي، په بهر کې د افغان له نوم په استفادې ناست سیاسي سوداګر د افغان ملت نه، بلکې د خپلو شخصي ګټو استازي دي. دوی امریکا او غرب څه چې د پاکستان په څېر هغه هېواد ته یې هم پناه ور وړې او له آی ایس آی مرسته غواړي، چې همېشه یې په دښمنۍ خطاب ورته کاوه، خو څرګنده ده چې د دښمنۍ دا شعارونه د دوی د نورو دعوو په څېر دروغجن وو/ دي.

د افغان حکومت د مخالفینو هره شومه هیله شنډه شوې، نور نو افغان ملت نه د اشغال منونکی دی او نه هم د داسې یوې اجیرې ادارې، چې واک د پردیو وي او اصیل افغانان د بمبارد، چاپې، شکنجې، زندان او هرې بلې ناخوالې قربانیان وي. مخالفین باید درک کړي چې د هېوادونو سیاست او ګټې بدلې شوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version